مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-27   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

عزيزي : د موسساتو په پروژو کي د خلکو اړتياوو ته پآملرنه ده سوې.

benawa afghanistan
لودين
عزيزي ټينګار وکړ چي هره پروژه بايد له اړوند رياست سره په همږغۍ پلې سي او د کندهار د خلکو ضرورتونو ته پکي توجه وسي.
د کندهار والي وايي مرستندويه ادارې له تېرو ۱۳ کالو راهيسي خپلسري پروژې عملي کوي چي د ولايت اړتياوو ته پکي چنداني پاملرنه نه ده سوې. نوموړي دا څرګندوني د نن په ولايتي پرمختيايي شورا کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، کړې. په غونډه کي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ ګڼ شمېر رئيسانو او د مرستندويه ادارو مسوولينو ګډون کړی وو. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وايي په تېرو وختونو کي مرستندويه ادارو داسي پروژې تطبيق کړي چي د کندهار د خلکو اړتيا ته پکي هيڅ توجه نه ده سوې. نوموړی وايي د خپلسرو پروژو له امله په کندهار کي ميليونونه ډالر مصرف سوي، خو ډېر لږ پرمختيايي کارونه سوي دي. والي زياتوي: د خپلسرو پروژو لړۍ لا هم دوام لري. که پخپل سر پروژې ډيزانيږي او د ولايت د خلکو ضرورتونو ته توجه نه کيږي، نو پرمختيايي پروژې بې ګټي دي. په دې وروستيو کي د ارغنداب او دامان ولسواليو په ښوونځيو کي د فوټبال لوبغالي جوړ سوي، په داسي حال کي چي موږ داسي سيمي لرو چي ښوونځي بېخي پکي سته نه، په کار خو دا ده چي د لوبغالي پر ځای ښوونځي ورغول سي. عزيزي ټينګار وکړ چي هره پروژه بايد له اړوند رياست سره په همږغۍ پلې سي او د کندهار د خلکو ضرورتونو ته پکي توجه وسي. د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د يو شمېر نورو پرمختګونو تر څنګ وويل چي ډېر ژر به د کوچنيانو د ځانګړي روغتيايي څانګي د جوړېدو چاري پيل کړي. هغه وايي چي د دې څانګي پر رغولو ۸ لکه امريکايي ډالر لګښت راځي چي نور جزئيات به يې د کار له پيلېدو سره وړاندي کړي. نوموړي داراز وويل چي د کندهار په ۱۴ صحي مراکزو کي يې د مېرمنو لپاره انتظارګاوي جوړي کړي دي. پخلا زياته کړه چي په ۳۴ روغتيايي مراکزو کي يې د خوراک د توزيع لړۍ پيل کړې، خو له نړيوال خوراکي پروګرام څخه يې غوښتنه وکړه چي د دغه ولايت غذايي مواد رانيسي او بېرته يې پر صحي مراکزو توزيع کړي. د ښځو چارو رئيسي روقيې اڅکزۍ وويل چي هبيتات موسسه د ښځو د تفريحي پارک لپاره ځانګړې بودجه لري او په عينو مېنه کي د ښځو د پارک لپاره مناسبه ساحه ټاکل سوې ده. نوموړي وغوښتل چي د هبيتات موسسې په دغه بودجه دي د ښځو لپاره په عينو مېنه کي پارک ورغول سي. د غونډي په ترڅ کي له يو شمېر نورو پرمختيايي پروژو څخه يادونه وسوه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery