دخپریدو نیټه : 2015-10-27 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
په کندهار کې د سيمه ايزي ادارې د پياوړتيا په موخه پنځه کلنه پروژه پيل سوه .
لودين
د کندهار ولايتي اداره وايي چې د يادي پروژې په ترڅ کې به د ولايتي پلان جوړوني لپاره ، د ولايتي کارکونکو د ظرفيت لوړول ، د سيمه ايزوي ادارې پياوړتيا ، د عامه وګړو غوښتنو ته لاس رسي او په اداره کې د عامه خلکو ګډون دی .
د کندهار د والي وياند وايي چې ياده پروژه د امريکا د پرمختيايي ادارې له لوري د کندهار تر څنګ په ۱۵ نورو ولايتونو کې هم پيليږي چې له مخي به يې د ټولو ادارو د مامورينو لپاره د ظرفيت لوړني پروګرامونه جوړ سي .
نوموړي وايي چې ددغه پروژې په ترڅ کې د ولايتي پلان جوړوني لپاره د ولايتي کارکوونکو د ظرفيت لوړول ،د عامه خلکو ګډون، د عامه وګړو غوښتنو ته لاس رسی او د سيمه ايزي ادارې پياوړتيا شامله ده.
خپلواک وايي چې د ظرفيت لوړوني په دغه پروژه کې به د ټولو ادارو د مامورينو لپاره د ظرفيت لوړوني پروګرامونه جوړ سي چې ددې سره به په راتلونکي کې په ا دارو کې د شته ستونزو مخه هم ونيول سي .
د نوموړي په وينا د اقتصاد ،ماليې،وزارتونه او دسيمه ايزو ارګانونو خپلواکه اداره به په ګډه دغه پروژه عملي کوي او په دي پروژه کي به د جندر مساواتو ته خاصه پاملرنه کوي.
خپلواک وايي چې د يادي پروژې د پلې کيدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره سي .
دا ډول بنسټيزو پروژو ته خلک هيله من دي او د تر سره کيدو دپاره يي د دولت دايمي توجه ډيره مهمه بولي .