مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کابل د ښاري محصول راټولول خصوصي سکټور ته سپارل کېږي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د کابل ښاروالي وايي چې د یو شمېر زورواکو شتون او د مسوولو ادارو نه همکاري د ښاري محصول د راټولولو پر وړاندې لوی خنډونه دي او اړتیا ده چې دغه چاره خصوصي سکتور ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالاحد واحد د وزیرانو شورا وروستۍ غونډې ته د دې ستونزې د حل په موخه ځینې وړاندیزونه وکړل. واحد غونډې ته وویل، چې ښاروالۍ د کابل په ورودي دروازو کې له موټرو څخه د محصول د اخیستو په برخه کې له یو شمېر ستونزو سره مخ ده. هغه زیاته کړه، چې د زور واکو شتون او په ځينو مواردو کې د اړونده دولتي ادارو نه همکاري د ښار په دخولي دروازو کې د محصول په اخیستو کې خنډ ګرځي. د نوموړي په خبره، ډېری چلوونکي له محصول څخه د تېښتې لپاره له فرعي لارو هم ګټه اخلي، چې دې چارې د ښاري محصول ټولولو پروسه ټکنۍ کړې ده. نوموړي وړاندیز وکړ چې د ښاري محصول ټولولو دغه پروسه باید خصوصي سکتور ته په قرارداد ورکړل شي. د کابل ښاروالۍ سرپرست وویل، چې خصوصي سکتور ته د دې چارې سپارل به له یوې خوا د کابل ښاروالۍ اضافي لګښتونه راکم کړي او له بل پلوه به د بودجې چمتو کولو پر مهال د خپل عاید ټاکلې کچه هم ورته معلومه وي. د وزیرانو شورا په دې غونډه کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینر محمد خان په دې اړه ویلي، چي د کابل ترڅنګ د ولایتونو ښاروالۍ هم له ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په کار ده چې د دې ستونزې د حل لپاره لازمه پرېکړه وشي. د اجرائیه ریاست له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په غونډه کې تر بحثونو وروسته پرېکړه وشوه، چې د اقتصاد د وزیر په مشرۍ د اړوندو وزارتونو او اداراو په ګډون دې یو ګډ کمېسیون جوړ او د یادې موضوع په اړه دې هر اړخیزه ارزونه او پرېکړه وشي. دغه کمېسیون به څېړي چي ولې مخکنیو میکانیزمونو او سیستمونو کار نه دی کړی او کوم لاملونه دي چې د ښاري محصول اخیستو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی. اجرائیه رییس عبدالله عبدالله کمېسیون ته سپارښتنه کړې، چي د خپل کار پر مهال د نړۍ مشهور موډلونه مطالعه او د افغانستان شرایطو په پام کې نیولو سره دې د هغه په رڼا کي یو واضح میکانیزم د وزیرانو شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. د کابل ښاروالۍ د عوایدو رییس عبدالوکیل عطايي هم وايي چې د عوایدو د لوړوالي او اضافي لګښتونو د مخنیوي لپاره کابل ښاروالۍ یوه طرحه جوړه کړې ده. عطايي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل، وزیرانو شورا ته د دوی د وړاندیز له مخې د ښاري محصول راټولول دې یا خصوصي سکتور ته وسپارل شي او یا دې کابل ښاروالۍ ته پولیس په واک کې ورکړل شي چې د محصول په راټولولو کې مرسته وکړي. هغه وايي چې دوی هر کال تر ۲۴ میلیونو افغانیو پورې د عامه محافظت ریاست ته ورکوي چې په دروازو کې د دوی امنیت ساتي. عطايي وویل که د کورنیو چارو وزارت ور ته پولیس ورکړي، نو دا لګښت سپما شي او ترڅنګ به یې په عوایدو کې زیاتوالی هم راشي. پر دې سربېره، د ښاري محصول په راټولولو کې فساد هم د عوایدو د ضایع کېدو یو ستر لامل دی. د اخاذیو په نوم د ښاروالیو له خوا د اخیستل کېدونکي محصول ډېره برخه د دولت خزانې ته نه ځي بلکې یو شمېر افرادو شخصي جېبونو ته ځي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery