دخپریدو نیټه : 2015-10-29 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
روسیه: داعش اوطالبان پرمنځنۍ اسیا برید کوي
سید سلام
روسي استخباراتو د طالبانو او داعش له لوري پر منځنۍ اسیا د یرغل د خطر پر وړاندې خبرداری ورکړی دی. د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د فدرالي استخباراتو د ادارې رييس الکساندر بورتنیکوف وویل، د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د هیوادونو په پوله کې د طالبانو، چې ځینو یې د اسلامي دولت له وسله والې ډلې سره وفاداري اعلان کړې ده، راغونډېدو پر منځنۍ اسیا د برید خطر خورا زیات کړی دی.