دخپریدو نیټه : 2015-10-28 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ملالۍ شینواري:دسولې عالي شورا دي لغوه سي
سید سلام
د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکاره ملالۍ شینوارې وایي، د سولې اوسنۍ شورا نه سي کولای د سولې په خبرو کې د دولت استازیتوب وکړي او باید لغوه سي.په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د سولې د عالي شورا پر کړنو نیوکې کیږي، د سولې د عالي شورا چارواکي وایي د دغې شورا پر نوي تشکیل کار روان دی. د سولې د عالي شورا سرپرست عبدالحکیم مجاهد پرون، په افغانستان کې د سولې د راتلونکې په اړه، په یوه غونډه کې وکړه وویل، چې د دغې شورا غړي د سولې د بهیر پر وړاندې یو واحد لید لوری نه لري نو ځکه دا ضروري ده چې اوسنۍ تشکیل یې بدل سي.