دخپریدو نیټه : 2015-10-29 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
چارواکي:طالب اورپکوپه لوګر کې دنجونو ښوونځی سوځولی دی
سید سلام
د لوګر ولايتي چارواکي وايي چې وسلوالو ترهګرو د لوګر په مرکز کې د نجونو يوه ښوونځي ته اور اچولی او تر ډېره بريده سوځيدلی دی.
د لوګر د والي وياند سليم صالح وويل، چې په دغه پېښه کې د حاجي ګلون په نوم د دغه منځني ښونځي د ځينو درسي او اداري خونو ترڅنګ د ښونځي اسناد هم د اور د لمبو خوراک سوي.
د لوګر د پوهنې رئيس محمد اکبرستانکزی وايي، په دغه ښوونځي کې تر پنځه سوه زياتو نجونو زده کړې کولې.
که څه هم طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو حکومت يې ځکه د وسله والو طالبانو کار بولي، چې په وينا يې ددې ولايت په نورو سيمو کې يې هم د نجونو د زده کړو بهير له خنډ سره مخ کړی اود نجونو ۲۵نور ښوونځي یې هم تړلي دي .