دخپریدو نیټه : 2015-10-30 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ملګرو ملتونو سرمنشي: په افغانستان کې باید د امنیت ترڅنګ پراختیايي چارو ته هم پام وشي
احمد فیصل
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې په افغانستان کې د امنیتي مسایلو ترڅنګ، پراختیايي چارو ته هم باید پاملرنه وشي. د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بانکي مون دغه څرګندونې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له نوي دایمي استازي سره د خبرو پر مهال کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په دې کتنه کې د افغانستان استازي په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې په اړه د ملګرو ملتونو سرمنشي ته معلومات ورکړل او همدارنګه پر امنیتي او اقتصادي مسایلو هم خبرې وشوې. سرچینه لیکي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د زلزلې له امله زیانمنو شویو سره د خپلې خواږۍ د څرګندولو ترڅنګ، د هر راز مرستې چمتو والی وښود. بانکي ویلي، افغانستان له هغو هېوادونو دی چې د ده تر ځانګړې پاملرنې لاندې دی. د هغه په و ینا، اوس د دې وخت رارسېدلی چې پر امنیتي مسایلو د تمرکز ترڅنګ، د افغانستان پراختیا ته هم پاملرونه وشي.