مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-10-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

سیګار: تر میلیاردونو ډالرو مصرفولو وروسته امریکا بیا هم ونه توانېده چې په افغانستان کې د نشه یي توکو د کر او قاچاق مخه ونیسي

احمد فیصل
سیګار وايي امریکا په افغانستان کې له نشه یي توکو سره پر مبارزه میلیاردونه ډالر لګولي دي. د سینګار په تازه راپور کې په تازه راپور کې ویل شوي چې د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۰۲ څخه تراوسه پورې په افغانستان کې د مخدرو موادو پر ضد پر هلوځلو ۸ میلیارده او ۴۰۰ملیون ډالره لګولي خو لا هم افغانستان په نړۍ کې د تریاکو تر ټولو ستر تولیدوونکی هیواد دی. په راپور کې ویل شوي چې له ۲۰۰۲ څخه تر دې دمه د امریکا کانګریس د افغانستان د بیارغونې لپاره نژدې یوسلو لس میلیارده (۱۰۹.۶۲) ډالره تصویب کړي چې له هغو څخه ۸ اعشاریه ۹۳ میلیارده لا لګول شوي نه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery