دخپریدو نیټه : 2015-10-31 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په هېواد کې د پانګونې کچه ۲۶ سلنه ټیټه شوې
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
له پانګونې د ملاتړې اداره 'ایسا' وايي، د وران کال په تېرو نهو میاشتو کې د تېر ۲۰۱۴ کال د همدې مودې پرتله د پانګونې کچه ۲۶ سلنه کمه شوې ده.
ددې ادارې مشر قربان حقجو پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، په تېرو نهو میاشتو کې افغانستان کې ۶۱۱ میلیونه ډالر پانګونه شوې وه، خو سږ کال دا کچه ۴۴۸ میلیون ډالر ټیټه شوې ده.
نوموړی زیاتوي، ډېری پانګونه په ودانیزه برخه کې کمه شوې ده، چې په ۲۰۱۴ کال کې نژدې ۲۰۰ میلیون ډالر وه، خو سږ کال بیا ۸۳ میلیون ډالر ټیټه شوې ده.
د ښاغلي حقجو په وینا، د صنعت په برخه کې هم پانګونه ۲۵ سلنه کمه شوې، چې تېر کال دا کچه ۱۰۸ میلیون ډالرو ته رسېده، خو سږ کال بیا ایله ۸۱ میلیون ډالر ده.
دی وايي، په کرنیزه برخه کې هم پانګونه له ۱۷ میلیون ډالرو نه، ۱۴٫۸ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده، چې ۱۲ سلنه ټیټوالی ښيي.
ښاغلي حقجو دې ته په اشارې سره چې په خدماتي برخو کې هم ۹٫۶۳ سلنه پانګونه کمه شوې وايي په ۲۰۱۴ کال په خدماتي برخه کې پانګونه ۲۲۰ میلیون ډالر وه، چې سږ کال ۱۰۹ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.
د آیسا د مشر په وینا، دې ته په پام سره، چې د افغانستان په ولایتونو کې د پانګونې وضعیت د اندېښنې وړ دی، خو په پلازمېنه کابل کې بیا د پانګونې وضعیت نسبتاً د تېر کال پرتله ښه شوی دی.
ښاغلي حقجو وویل، د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې کابل کې ۲۷۳ میلیون ډالر پانګونه شوې، حال دا چې د ۲۰۱۴ کال په همدې موده کې یې کچه ۲۴۹ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه او سږ کال نهه سلنه ډېره شوې ده.
له پانګونې د ملاتړ ادارې دغه چارواکی وايي، په کابل کې بهرنۍ پانګونه هم ۲۱۸ سلنه ډېره شوې ده. په ۲۰۱۴ کال کې کابل کې د بهرنۍ پانګونې کچه نژدې ۳۹ میلیون ډالر وه، خو سږ کال دا کچه ۱۲۶ میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
د آیسا مشر وايي له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا، افغانستان کې د پانګونې کچه کال په کال په ټیټېدو وه.
ښاغلی حقجو زیاتوي، د سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ او په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي ناڅرګند وضعیت له کبله په هېواد کې پانګونه هم په کمېدو ده.
دی وايي، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د بهیر اوږدېدو او د هېوا د کابینې معرفي کولو کې ځنډ او خنډ ګڼ پانګوال د پانګونې په برخه کې پښه نیولي کړل.
نوموړی وايي، په هېواد کې د ناامنیو ډېرېدل هم پر پانګونې منفي اغېز کړی دی.
دی وايي، د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره د راتلونکي په اړه د خلکو باور کم شوی او ډېری خلکو خپلې پانګې په ډالرو بدلې کړې او بیا یې بانکونو ته نه دي سپارلي.
قربان حقجو زیاتوي، د پانګونې د کمښت بل لامل د نغدو پیسو کموالی دی.
دی وايي، په حکومتي ادارو کې اداري او مالي فساد که کم شوی نه دی، خو بڼه یې یوڅه بدله شوې ده، چې دغه کار هم پر پانګونې ناوړه اغېز کړی.