ښاغلي شمسي وويل ځوانانو ته بايد ډېره توجه وسي ځکه د ټولني لويه کتله ځوانان تشکيلوي او د ځوانانو فعاليت د ټولني د پرمختګ سبب ګرځي نو لازمه ده چي د ځوانانو سيمه ييزو ستونزو او اړتياوو ته بايد پوره رسيدګي وسي.
په هغه غونډه کي چي نن د اطلاعاتو او کلتور رياست د غونډو په تالار کي د ځوانانو د ملي ستراتيژۍ د جوړېدو په موخه جوړه سوې وه، د ولايت مقام د مرستيال عبدالعلي شمسي تر څنګ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر کمال سعادت، د ځوانانو په چارو کي د ولسمشر مشاور شميم کټوازي او د ملګرو ملتونو خاص استازي ډاکټر نور محمد مراد، د اطلاعاتو او کلتور رئيس حضرت ولي هوتک، يو شمېر ځوانانو او د مدني ټولني استازو ګډون کړى وو.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل ځوانانو ته به د وړتيا او تخصص له مخي دندي سپاري. هغه زياته کړه ځوانان کولاى سي د خپل مسلک مطابق په ورسپارل سوې دنده کي ښه وځليږي. هغه وويل اوسمهال په دولتي ادارو کي ٩٨% ځوانان د آزاد رقابت له لاري په دندو ګمارل سوي دي، خو بايد نور هم ځوانانو او د ځوانانو چارو آمريت ته ښه فرصتونه په واک کي ورکړل سي تر څو ځوانان له موجوده امکاناتو څخه استفاده وکړي او د رسمي تحصيلاتو تر څنګ اجتماعي زدکړي هم وکړي.
ښاغلي شمسي وويل ځوانانو ته بايد ډېره توجه وسي ځکه د ټولني لويه کتله ځوانان تشکيلوي او د ځوانانو فعاليت د ټولني د پرمختګ سبب ګرځي نو لازمه ده چي د ځوانانو سيمه ييزو ستونزو او اړتياوو ته بايد پوره رسيدګي وسي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکټر کمال سعادت وويل اوسمهال د هيواد ٦٥% نفوس ځوانان تشکيلوي نو لازمه ده چي ځوانان تقويه سي. سعادات وويل: موږ پلان لرو چي د ځوانانو پارلمان جوړ کړو او په سيمه ييزه کچه شوراګاني جوړي کړو، تر څو د ټولني هغه ځوان او بااستعداده نهادونه موږ ته رامعرفي سي.
هغه له ځوانانو څخه غوښتنه وکړه څو خپل نظريات او هغه موجوده ستونزي چي اوسمهال ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي، ورسره شريکي کړي.
د اطلاعاتو او کلتو ر رئيس حضرت ولي هوتک د ځوانانو لپاره ملي ستراتيژيک پلان مهم وباله او زياته يې کړه چي له دې سره به د ځوانانو فعاليت محسوس او چټک سي.