نيټه: ١۰/۸/١٣۹۴ - ۱/ ۱۱ /٢٠۱۵
کابل - افغانستان
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي دلوی افغانستان ستر خواخوږی شخصیت دپښتنو ملتپال مشر ،ليکوال، سياستوال او لوی مبارز شخصيت افضل خان لا لا د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ
ارواښاد افضل خان لالا چي يو وتلی انقلابي مبارز شخصیت وی د نيمي پيړي څخه ډېر کلونه د ولس د ويښتابه او دخپلواکي غوښتونکي غورځنګ د مشرانو څخه ګڼل کيږي، د ښکيلاک او پوځي واکمنانو پر خـلاف جـد او جهـد کړ،ناخوالی یي ګاللي خو د خپل مقدس او ملي هيلو څخه ندئ پر شا سوي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد افضل خان لالا مړينه يوه لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، سیاسی او مـدنی ټولنو او ټولو لر اوبر افغانانو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د خداي (ج) د دربار څخه ټولو ته د زړه صبر غواړي.
په درنښت،
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر