دخپریدو نیټه : 2015-11-01 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
جرمني ۷۲۰۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته رالېږي
احمد فیصل
د جرمني د حکومت رسمي شمېرې ښيي چې ۷۲۰۰ افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته ولېږي. د دغه هېواد حکومت ویلي د دغو شمېر افغانانو د پناه اخیستو وړاندیزونه رد شوي او په لنډ وخت کې به له جرمني خپل هېواد ته واستول شي. د جرمني حکومت دغه راز خبرداری ورکړی چې دوی به له خپل هېواد د غیرې قانوني افغان کډوالو د ایستلو بهیر نور هم ګړندی کړي.