دخپریدو نیټه : 2015-11-02 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د روسۍ الوتکې د غورځېدو لامل بهرنی فعالیت ښودل شوي
احمد فیصل
د روسیې کوګالیماویا هوايي شرکت ادعا کړې، چې ' بهرنی فعالیت ' د شنبې په ورځ د الوتکې غورځېدو د پېښې لامل دی. د غه شرکت مشر وايي: « یوازینۍ مناسبه تشریح یې دا ده، چې ' لامل ' یې بهرنی فعالیت و.» د کریمیلن یوه ویاند ویلي، چې ترهګري د الوتکې نسکوریدو پېښه کې له پامه نه شي غورځول کېدای. له دې مخکې د روسیې یوه چارواکي ویلي و، چې د مصر په سینا ټاپو وزمه کې د روسیې نسکورې شوې الوتکې په اړه څېړنه دوام لري او وايي الوتکه پر ځمکې له غورځيدو مخکې هوا کې ماته شوې وه. د روسیې هوايي چلند ادارې مشر وکتور سوروچینکو په خبره دا به له وخته مخکې وي، چې وویل شي، الوتکه ولې ماته شوې ده.