مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستان یو ځل بیا ویلي چې طالبان به د خبرو مېز ته راولي

احمد فیصل
پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه وغوښتل چې حاضر دی وسله وال طالبان د خبرواترو مېز ته راولي. پاکستان په تېرو دوو میاشتو کې څو ځلي ویلي چې که طالبان او د افغانستان حکومت وغواړي نو حاضر دی چې د دواړو خواوو ترمنځ منځګړتوب وکړي. د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي چې لا هم د افغانستان د حکومت ځواب ته انتظار دی چې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ د خبرو په بیا پیلولو کې مرسته وکړي. سرتاج عزیز وویل:«زموږ په نظر پخلاینه تر ټولو ښه انتخاب دی خو د بریالیو پایلو لپاره مخکې ترمخکې شرطونه پکار دي، او لازمه ده چې انعطاف وښوودل شي.» پاکستان د سږ کال د جولای په اوومه د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ اسلام اباد ته نژدې په مري ښارګي کې د خبرواترو امکان برابر کړی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery