د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ، د دې شورا په جوړيدو کي د ولسي او مدني استازو ليوالتيا کمه او علاقه کمزورې بولي ، نوموړی پر خلکو ږغ کوي چي له دې زميني ګټه پورته کړي او که ونه توانيږي ټول مسووليت د همدې خلکو په غاړه دی .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د دندي له پيله د داسي يوې شورا پر جوړيدو کار روان وو او د اساسي جوړښت دپاره يي مشورو دوام درلودی .
د کندهار ولايت مقام ولسي مشرانو ته وړانديز وکړ ، چي يو مشورتي بورډ تاسيس کړي څو له لاري يي د دولتي ادارو کارونه نظارت او د هر دولتي مامور سره حساب او کتاب وکي .
دا مشورتي شورا به دنده ولري ، چي د دولتي ادارو او د دولتي مامورينو له کاره نظارت وکړي ، د هغوی سره حساب او کتاب وکړي او د ستونزي د حل پر مهال هر دولتي چارواکی تر پوښتنو لاندي راولي.
که څه هم مشورتي شورا ته تر اوسه تشکيل او اساسنامه نه ده جوړه سوي خو ذکر سوي دندي يي مشخصي سوي دي .
د دې شورا نوښت د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي کړی دی او ولسي استازي هڅوي چي د دولتي ادارو سره د حساب او کتاب جرائت پيدا او د ډيموکراسۍ دا اصل په ټولنه کي ژوندی وکړي .
ولسي استازي د دې شورا جوړيدل يو مهم ګام بولي او وايي چي بايد اساس يي بنسټيز سي ، د کندهار ښاروال اينجينر روښان ولسمل غونډي ته په خپله وينا کي وويل چي د ښاروالۍ هر کار به د دې شورا په مشوره او ولسي تايد سره کوي .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ، د دې شورا په جوړيدو کي د ولسي او مدني استازو ليوالتيا کمه او علاقه کمزورې بولي ، نوموړی پر خلکو ږغ کوي چي له دې زميني ګټه پورته کړي او که ونه توانيږي ټول مسووليت د همدې خلکو په غاړه دی .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د دندي له پيله د داسي يوې شورا پر جوړيدو کار روان وو او د اساسي جوړښت دپاره يي مشورو دوام درلودی .
د کندهار والي پر دولتي ريسانو او مامورينو ږغ وکړی چي خلکو ته ځواب ورکوونکي اووسې او که سي توانيدلی دنده دي پريږدي د نوموړی دا اقدام د کندهار د خلکو د تود هرکلي سره مخ دی او خلک هيله لري چي په ولسي مشرانو کي به د دولت څخه د سوال او ځواب شعور پيدا او په دې برخه کي به يې جرائت غښتلی سي .