دخپریدو نیټه : 2015-11-03 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د ۱۰ زرو اپارتمونو د جوړېدو تړون لاسلیک شو
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان او چین ترمنځ د لس زرو استوګنیزو اپارتمونونو د جوړولو تړون لاسلیک شو.
د افغانستان د ښاري پراختیا وزارت درې ورځې مخکې ویلي وو، چې چین په افغانستان کې د استوګنې لس زره کورونه جوړوي.
د دې پروژې تړون پرون د افغان ولسمشر اشرف غني او د چین د مرستیال ولسمشر (لي یانچاو) په حضور کې د دواړو هېوادونو د لوړو پوړو حکومتي چارواکو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
د دې ترڅنګ د چین په مرسته د کابل په څلورو دروازو کې د امنیتي سکرینونو د نصبولو او افغان ځوانانونو ته د بورسونو د ورکړې دوه تړونونه هم لاسلیک شول.
ولسمشر اشرف غني د چین له دغو مرستو د مننې ترڅنګ وویل چې د چین یاده مرسته به د افغانانو د فزیکي او ټولنیز امنیت په خوندیتوب او همدارنګه د بشري پانګې د روزنې په برخه کې ډېره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه، چې د کابل ښار په دروازو کې د امنیتي سکرینونو په نصبولو به سره به موټرونه او خلک پلټل کېږي، چې دا کار به امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت کې ډېره مرسته وکړي.
ولسمشر دغه راز د لس زرو استوګنیزو اپارتمانونو جوړولو ته په اشارې وویل چې د دې پروژې په پلي کېدا سره به په کابل کې د مسکن ستونزه تر یو بریده حل شي.
خو نوموړي ټینګار وکړ چې دغه اپارتمانونه به د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د شهید شویو سرتېرو کورنیو ته ووېشل شي.
ولسمشر غني د دې پروژې ارزښت ۵۰۰ میلیونه چیني ینه چې ۷۹ میلیونه امریکايي ډالره کېږي، وباله.
تر دې مخکې د افغانستان د ښاري پراختیا وزیر ویلي وو، چې دا به تر مکروریانو وروسته په افغانستان کې د کور جوړونې تر ټولو ستره پروژه وي.
د هغه د معلوماتو له مخې دغه کورونه به په اوږد مهاله قسطونو دولتي مامورینو ته ورکړل شي.
له چین سره درېیم هوکړه لیک د ښوونې او روزنې په برخه کې دی چې پر بنسټ به یې چین له افغانستان سره د مسلکي کسانو د روزنې او افغان ځوانانو ته د بورسونو د ورکړې په برخو کې مرسته کوي.
ولسمشر غني دا د افغانستان لپاره بشري پانګه وبلله او زیاته یې کړه چې معارف او زده کړو ته پاملرنه د افغانستان لپاره بشري پانګه زېږوي.
هغه زیاته کړه، چې د چین حکومت تېر کال افغانستان سره د ۳ زرو بورسونو او سږ کال یې د پنځه سوو نورو ژمنه وکړه.
استوګنیز کورونه په افغانستان کې هغه لویه ستونزه ده چې د لږ عاید لرونکي وګړي په ځانګړې توګه دولتي مامورین ور سره لاس او ګرېوان دي.
په افغانستان کې د مسکن په برخه کې ملي پروژې چې د خلکو اړتیاوو ته یې ځواب ویلی وي، تر اوسه نه دي پلې شوي.
که څه هم په وروستیو کلونو کې د کابل په قصبې، خواجه رواش او خوشال خان سیمو کې د دولت له خوا یو شمېر اپارتمانونه جوړ شول، خو دا اپارتمانونه مستحقو کسانو ته نه دي ورکړل شوي.
هغه راپور چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې همیانۍ ورځپاڼې د مشرانو جرګې د یوه غړي له قوله خپور کړی و، ښيي چې د دې پروژې ۹۰ سلنه کورونه غیر مستحقو کسانو ته وېشل شوي دي.
دا کسان تر ډېره لوړ پوړي دولتي چارواکي دي چې په عین وخت کې په کابل کې څو کورونه لري.
راپور زیاتوي، مخکیني حکومت چې ټاکل شوې وه د استوګنې زرګونه اپارتمانونه په امتيازي او قسط وار ډول لږ عاید لرونکو دولتي مامورینو ته ووېشل شي، وزیرانو او وکیلانو ته ورکړل شوي دي.
معلومات څرګندوي چې د یادو اپارتمونو له ډلې نږدې ۱۰۰۰ یې یوازې د جمهوري رياست د چارو ادارې کارکوونکو ته وېشل شوي دي.
په دې پروژه کې هر وزارت ته ۱۵- ۱۵ اپارتمانه سهم ورکړل شوی و، خو د مامورینو دا حق هم لوړو پوړو چارواکو غصب کړی دی.