دخپریدو نیټه : 2015-11-03 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په اتریش کې د افغانانو د پناه غوښتنې شرایط لا سختیږي
احمد فیصل
د اتریش کابینې یوه نوې مقرره تصویب کړه چې پر اساس یې په دغه هېواد کې د افغانانو د پناه غوښتنې شرایط سختېږي. څو ورځې وروسته له دې چې جرمني اعلان وکړ چې افغانانو ته د پناه ورکولو شرایط سختوي او اکثره افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته لېږي، اتریش دا نوی قانون تصویب کړ. دا قانون د خپلو کورنیو له غړو سره د پناه غوښتونکو د یوځای کېدو موده، چې پخوا یو کال وه، دریو کلونو ته اوږدوي. دا مقرره همداراز پناه غوښتونکي مجبوروي چې د خپلې کورنۍ د غړو تر ورغوښتلو مخکې ثابته کړي چې مناسب عواید، روغتیايي بیمه او د هستوګنځای لري.