دخپریدو نیټه : 2015-11-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
عبدالله د لویې جرګې له جوړېدو سره مخالفت کړی
احمد فیصل
د حکومت اجرایه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د لویې جرګې له جوړېدو سره مخالفت کړی دی. نوموړي پرون د مدني ټولنې له استازو سره په کتنه کې ویلي د پخواني حکومت چارواکي د نظام د نسکورولو هڅه کوي، خو د ده په خبره د اوسني حکومت بدیل به یوازې مطلقه ناارامي وي. عبدالله ویلي له دې وروسته به د لويې جرګې په نوم د ملنډې وهلو په څېر کارونو ته چې د ملت له برخليک سره په کې لوبه وشي، اجازه ورنکړي. د حکومت اجرايي رييس د زیاته کړې که څه هم په نظام کې ستونزې شته او پر وړاندې يې مخالفتونه شتون لري، خو حکومت به د ملي يوووالي او سالمې ادارې د رامنځته کولو لپاره په ټول توان سره هڅې وکړي.