مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-05   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د احمدشاهي جادې د استملاک چاري پيليږي

لودين
هغه غونډه چي د احمد شاهي جادې د استملاک په موخه نن په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، پکي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي تر څنګ د کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل، د فوايد عامې رئيس انجنېر محمد احسان، د سوراګرۍ خوني رئيس نصرالله زهير او يو شمېر تاجرانو ګډون کړی وو. کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د احمد شاهي جادې د ټاکل سوي کميسيون له غړو څخه مننه وکړه چي د دې جادې د استملاک په برخه کي يې پوره همکاري کړې ده. عزيزي وويل د احمدشاهي جادې استملاک او پراخول له څلوېښتو کالو راهيسي په پان کي ول، خو د تېرو کلونو حکومتونو عملي اقدام نه وو کړی. هغه زياته کړه: له نېکه مرغه موږ وتوانېدو چي تر لسو ورځو وروسته به د احمدشاه جادې د پراخولو او استعمال عملي چاري پيلوو. د دې جادې په پراختيا سره به د ټرافيکي او امنيتي پيښو ګراف ټيټيږي او تر څنګ به يې د ښار ښکلا هم زياته سي. والي وويل احمدشاهي جادې ته د افغانستان د پخواني جمهور رئيس سردارمحمد داود خان له خوا پلان جوړ سوی وو چي دا دی دوی يې عملي کوي. هغه وويل د جادې نوم بايد احمد شاهي وي او هغه ګلدان چي د جادې په منځ کي قرار لري، بايد د شهيد سردار داود خان په نامه ونومول سي. د کندهار ښاروال انجنېر روښان ولسمل وويل چي له لومړنيو لويو فعاليتونو څخه يې يو د احمدشاهي جادې استملاک دی، ځکه د دې جادې په پراخوالي سره ډېري ستونزي هواريږي. هغه وويل د يادي جادې عرض ٧٤ متره او نوموړې جاده د سردار مدد خان څلور لاري څخه شروع تر دوهم دوراهي پوري ادامه لري او دا يوه لويه پروژه ده چي د څلورو مياشتو په جريان کي تکميليږي. ښاروال وويل د دې جادې ايستل د ښار په ښايست، چاپېريال او ښاري اقتصاد کي لويه برخه درلودلاى سي او همدارنګه د هوا د ککړتيا مخه نيسي. ښاروال د سيمي دوکاندارانو ته خبرداری ورکړ چي د روانو لسو ورځو په جريان کي دي خپل دوکانونه او کورونه تخليه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery