دخپریدو نیټه : 2015-11-06 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
دراګو کاس: افغان حکومت د فساد د مخنیوي په برخه کې جدي نه دی
احمد فیصل
له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې د ګډې خپلواکې کمېټې مشر دراګو کاس له دې کبله استعفا کړې چې د افغانستان حکومت له فساد سره په مبارزه کې جدي نه دی. د لوېدیځو رسنیو د راپور له مخې نوموړي دوې اوونۍ وړاندې استعفا کړې ده. دراګو کاس د اسعفا خبر په داسې حال کې خپور شوی چې افغان حکومت د کابل بانک پوروړی او پخوانی چارواکی خلیل الله فیروزي له بنده ازاد کړی او یو تړون یې هم ورسره لاسلیک کړی دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت چلند نړیوال مرستندویان ناراضه کړي؛ ځکه د افغانستان د ولسمشر لومړنۍ ژمنه له فساد سره مبارزه او د کابل بانک د قضيې تصفیه کول وو.