مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-06   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پنټاګون: له دې وروسته د طالبانو پر ضد عملیات نه کوو

احمد فیصل
د امریکا دفاع وزارت وايي له دې وروسته په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات نه کوي. د پنټاګون د سمندري ځواکونو یوه ویاند ویلي دوی طالبانو ته د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د یو مهم لوري په سترګه ګوري. جګړن «جیف ډاویس» په واشنګټن کې ویلي:« هغه کار چې موږ یې نه شو کولی، د طالبانو پر وړاندې د ترهګرۍ ضد عملیات دي.» امریکایانو تر دې وړاندې هم ویلي چې طالبان یې دښمنان نه دي او نور یې پر ضد جګړه نه کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي وو چې په ۲۰۱۳ کال کې په واشنګټن کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار ورته واضح ویلي چې دوی نور له طالبانو سره جګړه نه کوي او هغوی یې دښمنان نه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery