مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-07   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغان چاپخونو په ۲۰ ورځو کې دوه نیم میلیونه جلده کتابونه چاپ کړي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
افغان چاپخونو په شلو ورځو کې دوه نیم میلیونه ټوکه درسي کتابونه چاپ کړي دي چې دا د افغانستان د چاپ په صنعت کې یو بېساری پرمختګ دی. د پوهنې وزارت په یو شمېر سیمو کې د درسي کتابونو د کمښت له امله سږ کال د اووه میلیونه ټوکه نویو درسي کتابونو د چاپ پرېکړه وکړه. دغه وزارت شاوخوا څلور میاشتې مخکې له کورنیو چاپخونو وغوښتل چې دغه شمېر کتابونه ورته په یوه میاشت کې چاپ او تیار کړي. خو افغان چاپخونو وویل چې په یوه میاشت کې د دومره ډېرو کتابونو د چاپ وړتیا نه لري او باید وخت ورکړل شي. بالاخره د پوهنې وزارت پرېکړه وکړه چې د کورنیو چاپخونو پر مټ دوه میلیونه درسي کتابونه په شلو کې ورځو کې چاپ کړي. د افغانستان د چاپخونو ټولنه وايي چې دوی په شلو ورځو کې تر دوه میلیونو ډېر کتابونه چاپ کړي دي. د دې ټولنې مرستیال شاکر صمیم وايي افغان چاپخونو وکولای شول چې په شلو ورځو کې شاوخوا دوه نیم میلیونه ټوکه درسي کتابونه په ښه کیفیت چاپ او تیار کړي. صمیم همیانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل: حکومت په لومړي ځل د کورنیو چاپخونو له ظرفیتونو ګټه واخیسته چې دا یو نېک ګام و. خو نوموړي په دې برخه کې د ځینو ستونزو یادونه وکړه چې په وینا یې یادو ستونزو په افغانستان کې د چاپ صنعت له سقوط سره مخ کړی دی. د ده په وینا، د حکومت د ملاتړ په صورت کې دغه صنعت کولای شي چې ډېر ژر وده وکړي. صمیم زیاتوي، د هېواد د چاپ له صنعت څخه د حکومت نه ملاتړ د دې لامل شوی دی چې په وروستیو څو کلونو کې یو شمېر صنعتکارانو خپلې ماشینرۍ خرڅې او کارخانې یې وتړلې. نوموړي پر دې نیوکه وکړه چې حکومتي قراردادونه د کورنیو مطبعو پر ځای بهرنیو هغو ته ورکوي. ده وویل:«که حکومت غواړي چې د هېواد د چاپ صنعت تقویه کړي، نو لومړی دې دولتي قراردادونه کورنیو مطبعو ته ورکړي، دولت باید ددې صنعت د ملاتړ لپاره ټول درسي کتابونه او دولتي اسناد پر کورنیو مطبعو چاپ کړي.» شاکر صمیم زیاتوي، که حکومت افغان صنعتکارانو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، نو کولای شي چې ډېر ژر افغانستان له دې اړخه پر ځان بسیا او زرګونو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي. نوموړي په دې سکتور کې د مسلکي کارکوونکو نشتوالی هم یوه لویه ستونزه وبلله. په افغانستان کې د چاپ په برخه کې د لازمو ظرفیتونو د نشتوالي له امله هم خلک پر کورنیو مطبعو باور نه کوي. د پوهنې وزارت چارواکي د هغو کتابونو د قیمت او کیفیت په اړه چې د کورنیو چاپخونو له خوا چاپېږي، وايي چې په داخل کې چاپېدونکي کتابونه په بهر کې له چاپېدونکو هغو سره د پرتلې وړ نه دي، خو حکومت غواړي چې د چاپ په صنعت کې د پر ځای بساینې لپاره دغه ریسک پر ځان ومني. د پوهنې وزارت د نشراتو رییس کبیر حقمل څه موده مخکې په دې اړه همیانۍ ورځپاڼې ته ویلي وو، د دې لپاره چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ وشي، نو د حکومت د تدارکاتو د قانون پر بنسټ د دوه میلیونه ټوکه کتابونو د چاپ په برخه کې د بهرنیو کمپنیو په پرتله کورنيو کمپنیو ته پنځلس سلنه امتیاز ومانه. د افغانستان د اړتیا وړ چاپي مواد په بهر کې په ځانګړې توګه په پاکستان کې چاپېږي چې له دې درکه هر کال په میلیونو ډالر بهر ته وځي. حکومت په تېرو څو کلونو کې په داخل کې د چاپ صنعت د هڅونې او ملاتړ لپاره هڅه نه ده کړې. په افغانستان کې د چاپخونو یو شمېر مالکین شکایت کوي چې د ځمکې او برېښنا د نشتون او پر خامو موادو د لوړ ګمرکي محصول له امله نه شي کولی چې په دې سکتور کې پانګونه وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery