دخپریدو نیټه : 2015-11-07 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د پوتين د کابينې یوه پخوانی وزير ميخايل ليسن د واشنګټن په يوه هوټل کې مړ موندل شوی
احمد فیصل
د روسيې دولتي رسنۍ وايي د ولسمشر پوتين د کابينې پخوانی وزير ميخايل ليسن د واشنګټن په يوه هوټل کې مړ موندل شوی دی. د اېټرټاس خبري اژانس په وینا د دغه هېواد د رسنيو پخوانی وزير ۵۷ کلن ميخايل د پنجشنبې په ورځ د زړه حملي له کبله مړ شوی دی. امريکايي اخبار واشنګټن پوسټ په وينا د ميخايل مړی د ډوپونټ سرکل په نامه هوټل له ېوې کوټې ترلاسه شوی دی. د اخبار په وينا پوليس د دې مړينې په اړه څېړنې کوي. تېر کال د امريکا د مشرانو جرګې غړي راجر وېکر محکمې ته يو ليک استولی او په امريکا کې د ميخايل د شتمنيو د څېړلو غوښتنه يې کړې وه.