(د الکساندر پوشکین پر مضمون)
دا غمجنې شان شېبې او
ستا د سترګو له ښکلا چې رخصتېږم
دا وختونه مې خوښېږي.
طبیعت په تشریفاتو خاورې کېږي
ځنګل سرې او طلایي جامې اغوستې
او وږمې داسې شغېږي
لکه څوک چې په ارامه سا اخلي.
لړي ګرزي پر اسمان یې
د څپو څادر خپورکړی،
د لمر وړانګې هم تار تار دي.
د هوا دا سړې منډې
لا له ورایه را ته ګواښ کړي
چې سپین ژمی راروان دی!