مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-08   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستان د افغانستان په اړه په یوه جوړېدونکي کنفرانس کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته د ګډون بلنه ورکړې

احمد فیصل
پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه په یوه جوړېدونکي مهم کنفرانس کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې ته د ګډون بلنه ورکړې ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي اکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته ویلي د هند په ګډون ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته بلنه ورکړل شوې چې د افغانستان په اړه د اسیا د زړه هېوادونو په کنفرانس کې ګډون وکړي. هندي ديپلوماتنو هم د پاکستان د بلنې خبره منلې خو ویلي یې دي چې تر اوسه یې په دغه کنفرانس کې د ګډون په اړه پرېکړه نه ده کړې. د اسیا د زړه هېوادونو راتلونکی کنفرانس په اسلام اباد کې د ډسمبر میاشتې په اوومه او اتمه نېټه جوړېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery