دخپریدو نیټه : 2015-11-09 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
لویه څارنوالي: نه پوهېږو چې د خلیلالله فیروزي د موقتي خوشي کېدو دستور چا ورکړی
احمد فیصل
د افغانستان د لویې څارنوالي چارواکي وایي؛ تراوسه نه دي خبر چې له بند څخه د کابل بانک د پوروړي خلیلالله فیروزي د موقتي خوشې کېدو دستور چا ورکړی و. د دې ادارې ویاند آصف فیاض تیره ورځ رسنیوته وویل چې خلیل الله فیروزي باید د خپل حبس موده تیره کړي. نوموړي وویل، اوس مهال د کابل بانک پوروړي شیر خان فرنود او خلیل الله فیروزي په زندان کې دي او په دې اړه هېڅ ستونزه نه شته. خلیلالله فیروزي کابو یو کال وړاندې د سترې محکمې له لوري د کابل بانک د کړکېچ قضیې یو له اصلي اختلاس کوونکو څخه وپېژندل شو او په ۱۰ کاله تنفیذي بند او د څه د پاسه ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ورکولو محکوم شو. خو خلیلالله فیروزي تېره اوونۍ خبریالانو ته وویل چې هغه او نور هغه کسان چې د کابل بانک په قضیه کې ښېکل وو؛ د محکمې په حکم خوشې شوي دي.