مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-09   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په زابل کې اوس هم د داعش ډلې او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

احمد فیصل
چارواکي وايي زابل کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ جګړه اوس هم روانه ده او تر دې مهاله له دواړو ډلو د وژل شوو وسله والو شمېر ١١٠ ته رسېدلى دى. دا جګړه درې ورځې مخکې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې پيل شوې ده. د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي، دا جګړه تر ارغنداب وروسته خاک افغان او داى چوپان ولسواليو ته هم غځېدلې، چې تر دې مهاله پکې له دواړو لورو لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه داعشي او ازبک وسله وال طالبانو ژوندي نيولي دي. د ارغنداب ولسوال حاجي مهمند نصرتيار وايي، جګړه اوس د خاک افغان ولسوالۍ د سوډاني په غرنيو سيمو کې روانه او تر اوسه پکې د ملا اختر منصور له ډلې ٢٥ وسله وال او د ملا دادالله له ډلې چې داعش وسله وال هم ورسره دي، ٨٥ تنه وژل شوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery