دخپریدو نیټه : 2015-11-10 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
داعش ډلې پر طالبانو ځانمرګی برید کړی
احمد فیصل
چارواکي وايي د داعش اړوند یو کس په زابل کې پر طالبانو ځانمرګی برید کړی دی. دغه ځانمرګی برید نن سهار د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د داعش ډلې یوه غړي د طالبانو پر والي او نظامي مسول کړی دی. د کندهار د امنیه قوماندانۍ د رسنیو مسوول ضياء درانی وايې، په دغه ځانمرګي برید کې د وسله والو طالبانو نظامي مسوول پیراغا وژل شوی او والي ملامطیع الله يې سخت ټپي کړی دی. د نوموړي معلوماتو له مخي اوس په سیمه کې سخت جګړه هم روانه او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې. خو نا تایید شوي راپورونه وايي چې په دغه برید کې د زابل لپاره د طالبانو والي او نظامي مسئول دواړه وژل شوي دي. د ویلو ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده، چې چارواکو پکې تر ۱۰۰ ډېرو کسانو د وژل کېدو او ګڼو نورو د ټپي کېدو خبر وکړی.