مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-12   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

کندهار والي د ترهګرو په وړاندي د امنيتي ځواکونو قاطع چلند وستايه

benawa afghanistan
لودين
د کندهار والي وايي وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د امنيتي ځواکونو پر هغو مراکزو بريدونه وکړي چي د کليو د امنيت خوندي کولو په موخه جوړ سوي او د خلکو امنيت ساتي، خو افغان قواوي د دښمن په وړاندي مقاومت کوي او د سرونو په بيه د خپلو هيوادوالو امنيت خوندي کوي.
د کندهار والي وايي د وسله والو ترهګرو په وړاندي د امنيتي ځواکونو قاطع چلند د امنيت د تامين سبب سوی دی. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي دا څرګندوني د نن سهار په امنيتي غونډه کي چي په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي د والي تر څنګ د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورنجنرال داودشاه وفادار، امنيه قومندان ډګرجنرال عبدالرازق، له کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو او ملي امنيت لوی رياست څخه راغلي هيئت او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو مشرانو ګډون کړی وو. د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وايي د وسله والو ترهګرو په وړاندي د امنيتي ځواکونو قاطع چلند د امنيت په تامين کي ښه پايله ورکړې او د افغان ځواکونو د برياليتوب سبب سوی دی. هغه زياته کړه چي امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کي د دښمن په وړاندي قوي مورال خپل کړی او هر ځای چي ورسره مخ سوي، دښمن ته يې ماته ورکړې ده. د کندهار والي وايي وسله وال ترهګر هڅه کوي چي د امنيتي ځواکونو پر هغو مراکزو بريدونه وکړي چي د کليو د امنيت خوندي کولو په موخه جوړ سوي او د خلکو امنيت ساتي، خو افغان قواوي د دښمن په وړاندي مقاومت کوي او د سرونو په بيه د خپلو هيوادوالو امنيت خوندي کوي. عزيزي د امنيتي ځواکونو په وړاندي يو شمېر پرتې ستونزي له کابل څخه له راغلي هيئت سره شريکي کړې او د هواري غوښتنه يې ورڅخه وکړه. د کندهار امنيه قومندان ډګرجنرال عبدالرازق د افغان ځواکونو د يو شمېر لاسته راوړنو تر څنګ وويل چي امنيتي ځواکونه د دښمن د هر ډول بريدونو په وړاندي مقاومت کوي او دښمن به هيڅکله ونه توانيږي چي د کندهار امنيت ته صدمه ورسوي. نوموړی زياتوي چي افغان ځواکونه د وسله والو ترهګرو د هر څومره لويو بريدونو مخه نيولای سي او که دښمن هر څومره قوت وکاروي، د کندهار د خلکو امنيت به خراب نه کړي. نوموړي د کندهار پر خلکو ږغ وکړ چي د خپل ژوند د تامين لپاره له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي او پخپلو سيمو کي د ګډ دښمن مخه ونيسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery