دخپریدو نیټه : 2015-11-13 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
دګډوګټوهیوادونه له افغانستان سره پر پوله ناامني انديښمن کړي
د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو یوه پوځي چارواکي ویلي چې د دې ټولنې غړي هیوادونه له افغانستان سره د خپلو پولو په اوږدو کې پر اوسني وضعیت جدي اندېښنه لري.د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو د همږغۍ د خدماتو رييس الکساندر مانيلیف د قزاقستان په استانې کې د دې ټولنې د سرحدي ځواکونو د شورا د قوماندنانو غونډې ته وویل چې شاوخوا ۴۵۰۰ سختدریځي د دې ټولنې پولې ته څېرمه په افغانستان کې راغونډ شوي دي.د تاس خبري اژانس د راپور له مخې الکساندر مانيلیف وویل چې دا ترهګر د ګډو ګټو د خپلواکو هیوادونو پولو ته خورا نژدې رایوځای شوي دي.