دخپریدو نیټه : 2015-11-13 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
سرپل کې پولیسو اووه ملګري طالبانو ته په لاس ورکړي
سید سلام
سیمه یز چارواکي وايي په سرپل کې د عامه نظم د ساتنې د قطعې دوو پولیسو خپل اووه تنه ملګري له یوه اندازه وسلو سره طالبانو ته سپارلي دي.د سرپل والي محمد ظاهر وحدت وویل، چې دغه پولیس د سرپل مرکز ته څيرمه د قشقري په سیمه کې تیره شپه د طالبانو له خوا نیول شوي دي.طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په سرپل کې د عامه نظم د قطعې د پولیسو نیول تایید کړي دي.