مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-13   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

د زابل والي وايي د منصور دالله مرګ نه شم تاییدولی

سید سلام
په زابل کې د طالبانو د یوه مشر ملامحمد رسول د مرستیال منصور دادالله د وژل کېد له راپورونو وروسته د زابل والي وايي چې د دادالله وژل کيدل نه شي تاییدولی. د زابل د امنیت امرغلام جیلاني فراهي او یو شمېر نور چارواکي وايي چې ملادادالله د ملااختر محمد منصور د پلویانو له لوري د چهارشنبې په شپه شاوخوا ۱۱ بجې په خاک افغان ولسوالۍ کې وژل شوی دی. د زابل والي محمد انور اسحاقزی وايي چې د ملادادالله وژل کېدل نه شي تاییدولی.د ملا محمد رسول بل مرستیال او ویاند ملاعبدالمنان نیازی وايي چې ملا منصور دادالله وژل شوی نه دی ټپي شوی دی . ملامنصور دالله په دې وروستیو کې د ای اس ای او طالبانو ترمنځ د اړیکي سربېره ځيني نور رازونه هم افشا کړل. ده ویلي وو،چې طالب مشرانو ته په پاکستان کې څوکۍ ورکول کیږي او معیار یې دادی ،چې هر چا ډېر قومي مخور وژلي او ټولګټې ځآیونه وران کړي وي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery