دخپریدو نیټه : 2015-11-13 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
رولا غني جرمني ته تللې تر څو له اروپایي هېوادونو وغواړي چې د افغان کډوالو په منلو کې سخاوت وکړي
احمد فیصل
له اروپايي هېوادونو نه د هغو لسګونه زره افغان کډوالو هلته د منلو غوښتنې لپاره د ولسمشر محمد اشرف غني مېرمن رولاغني جرمني ته تللې. د کډوالو چارو وزیر عالمي بلخي ویلي افغان حکومت څو ځله له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې افغانستان کې د شته نا امنیو او کړکېچ له کبله هلته له ورغلیو افغان کډوالو سره د خواخوږۍ پر بنسټ چلند وکړي. هغه وايي دې لړ کې اوس د ولسمشر مېرمن جرمني ته تللې، چې د دغه هېواد په ګډون له اروپايي چارواکو وغواړي، چې د افغان کډوالو منلو لړ کې سخاوت څرګند کړي. د وزیر بلخي په خبره وړمه ورځ یې د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره لیدلي او پرېکړه شوې، چې د افغانستان لپاره د اروپايي هېوادونو سفیران به یوې غونډې ته راوبولي، چې د افغانستان حالت ورته تشریح کړي. د نوموړي په وینا له سفیرانو به وغواړي، چې د کډوالو منلو کې سخاوت وکړي. ښاغلی بلخي وايي په اروپايي هېوادونو کې د افغان کډوالو حالت ارزونې لپاره باید افغانستان او اروپايي هېوادونه تل له یوه بل سره اړیکه ولري او وايي باید داسې پرېکړې و نه شي، چې پلي کول یې ستونزمن وي.