دخپریدو نیټه : 2015-11-14 مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل
ولس مشر : د ولايتي شوراګاني ټاکني دي جدي وڅارل سي .
لودين
افغان ولس مشر محمداشرف غني نن سهار د ويډيويي کنفرانس له لاري د ټولو ولايتونو واليانو ته هدايت وکړ ، ټول واليان مسووليت لري چي سبا د ولايتي شوراګانو د اداري هيئت په ټاکنو کي د هر ډول مداخلې مخنيوی وکړي.
ولس مشر دا څرګندوني نن سهار د کندهار د والي د مرستيال عبدالعلي شمسي سره د ويډيويي کنفرانس له لاري وکړې .
ولسمشر غني داراز زياته کړه ټول امنيتي ارګانونه مسووليت لري چي د ولايتي شورا د اداري هيئت د ټاکنو لپاره د ډاډمني فضا لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي ؛ ولسمشر غني او د کندهار خلکو ته ډاډ ورکړ چي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د طرزالعمل مطابق به په شفاف ډول ټاکني ترسره کيږي او هيڅوک به پرېنښودل سي چي د ولايتي شورا په ټاکنو کي مداخله وکړي.
ښاغلي شمسي ډاډ څرګند چي ولايت مقام د ولسمشر محمد اشرف غني له هدايت سره سم د ولايتي شورا د اداري هيئت د شفافو ټاکنو لپاره بشپړه امادګي لري.
سبا يکشنبه د هيواد د نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کي هم د ولايتي شورا د مشرتابه د ټاکلو دپاره ټاکني کيږي ، دې شورا ته پخواني رييس حاجي سيدجان خاکريزوال او د ولايتي شورا غړې عطاالله عطا نوماندان دي .
د کندهار خلک د ولايتي شورا په مشرتابه کي د پراخ بدلون غوښتونکي دي .