مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-14   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

افغانستان هر کال د قیمتي ډبرو د قاچاق له کبله ۱۰۰ میلیونه ډالره له لاسه ورکوي

احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
شمېرې ښيي چې هر کال له افغانستانه د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت قیمتي ډبرې بهر ته قاچاق کېږي، چې د دې د استخراجي صنایعو له کلني صادراتي ارزښت څخه لوړ دي. دغه خبره د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر داوود شاه سبا رویټرز خبري اژانس ته کړې ده. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د کانونو د ناقانونه کیندنو او د قیمتي ډبرو د قاچاق له امله دغه هېواد هر کال په میلیونونو ډالر له لاسه ورکوي. سبا ویلي:«دا د افغانانو لپاره ډېره هیښوونکې او خواشینوونکې خبره ده، ځکه چې د هغوی شتمنۍ د ترهګرو او وسله والو ډلو جېب ته ورځي او له دې لارې تمویلېږي.» د سبا په وینا د یاقوت، زمرود او کرومایټ ډبرو د قاچاق مخنیوی به یو څه ستونزمن وي، خو د لاجورد په څېر د قیمتي او ځانګړې ډبرې د قاچاق د مخنیوي په موخه هڅې روانې دي. د هېواد د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، پر داسې یوې تګلارې کار روان دی چې له مخې به یې د لاجورد ډبرو د قانوني او نا قانونه استخراج ترمنځ توپیر کېږي. ده زیاته کړې، چې د نړیوالې ټولنې په مرسته د دې تګلارې په بشپړېدو سره به د افغانستان هغه لاجورد په نړیوالو مارکېټونو کې منع اعلان شي، چې په قاچاقي ډول استخراجېږي. داوود شاه سبا دغه خبره اسټرالیا ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد په مېلبورن ښار کې یوه کنفرانس ته هم کړې ده. تر دې مخکې هم د کانونو او پټرولیم وزیر ډاکټر داوود شاه سبا ولسي جرګې ته ویلي وو چې د ملګرو ملتونو سازمان په همکارۍ پر یوې داسې طرحې کار کوي چې له مخې به یې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د لاجورد قاچاق شوې ډبرې د غیر قانوني تجارت په توګه اعلان شي. په افغانستان کې د قیمتي ډبرو قاچاق تر ډېره د ځايي نا مسئولو وسله والو او د دولت د مخالفینو له خوا ترسره کېږي. د دغه قاچاق یوه ښه بېلګه په بدخشان ولایت کې د لاجوردو او سرو زرو قاچاق دی چې هر کال له دې لارې په میلیاردونو افغانۍ عاید د وسله والو مخالفینو او د زورواکو جېبونو ته ځي. هغه رپوټ چې شاوخوا یوه میاشت مخکې همیانۍ ورځپاڼې د پژواک اژانس له قوله خپور کړی و، ښيي چې د بدخشان په کران منجان او راغستان ولسوالیو کې د لاجوردو او سرو زرو کانونه د وسله والو دوه سترې عایداتي سرچینې دي. په بدخشان کې د لاجوردو کان دوه هغه سمڅې چې د ۱۳۹۳ کال په لیندۍ میاشت کې د دولت له کنټروله بهر شوې او د وسله والو مخالفینو لاس ته ورغلې، اوس هره ورځ پنځه میلیونه افغانۍ عاید لري او دا ټولې پیسې د دولت د وسله والو مخالفینو او سیمه ییزو قومندانانو جېبونو ته ځي. په دې اساس، که په منځنۍ کچه حساب وشي، نو د یاد کان میاشتنی عاید ۱۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي او په تېرو ۱۱ میاشتو کې چې دغه کان د دولت له کنټروله بهر شوی دی، یو میلیارد او ۶۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي. د رپوټونو له مخې دغه لاجورد په سیمه کې د غیر مسئولو وسله والو له خوا چې مشري یې قومندان عبدالملک، قومندان شریف او قومندان امام کوي؛ استخراجېږي او هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ ټنه لاجورد د پنجشېر ولایت له لارې کابل ته لېږدول کېږي. مخکې دغه لاجورد د بدخشان له لارې لېږدول کېدل، خو تېر کال ولسمشر د یوه فرمان په صادرولو سره بهر ته د هغه انتقال منع اعلان کړ. خو اوس ویل کېږي چې دغه لاجورد د بدخشان پر ځای د پنجشېر له لارې کابل ته راځي او له دې ځایه بهر ته قاچاق کېږي. په همدې راپور کې د بدخشان د چارواکو له خولې ویل شوي وو، چې هره ورځ تر لسو پورې لارۍ موټر د پنجشېر له لارې کابل ته لاجورد لېږدوي. څرګنده نه ده چې د لاجوردو قاچاق د مخنیوي په موخه به د کانونو او پټرولیم وزارت نوې تګلاره به څومره اغېزناکه او عملي وي؟
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery