دخپریدو نیټه : 2015-11-14 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
مالیې وزارت له نړیوال بانک سره د ۲۵۰ میلیونه ډالرو تړون لاسلیک کړ
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د افغانستان او نړیوال بانک ترمنځ د هندوکش غرونو په لړۍ کې د نښلوونکو سړکونو د بیا رغونې او جوړونې تړون لاسلیک شو.
دغه تړون چې ارزښت یې ۲۵۰ میلیونه ډالره دی، پرون د افغانستان د مالیې وزیر او په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشر ترمنځ په کابل کې لاسلیک شو.
د مالیې وزير اکلیل احمد حکیمي د تړون تر لاسلیک وروسته خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د زېربنا جوړېدل د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی او زیاته یې کړه چې د دې پروژې تدارکاتي چارې به په بشپړ شفافیت او حساب ورکونې سره ترسره شي.
ده وویل:« د هندوکش غرونو د لړۍ د مواصلاتي سړکونو له پروژې سره د نړیوال بانک د نوې مرستې موخه دا ده، څو اوسني سړکونه د کال په ټولو فصلونو کې په ډاډه، خوندي او فعالو سړکونو بدل شي، دا کار به د دې لامل شي، چې د ټول کال په اوږدو کې د مسافرو او مالونو لېږد رالېږد له کوم خنډ پرته تر سره شي.»
د هندوکش د غرونو په اوږدو کې چې د افغانستان شمال له مرکز، ختیځ او سویل ختیځو ولایتونو سره نښلوي، اوس مهال دوه لارې موجودې دي.
لومړۍ د سالنګ لویه لاره ده، چې د هندوکش د ټرافیک ستره برخه پرې تېرېږي او دویم سړک د بغلان- بامیان ولایتونو تر منځ دویمه درجه سړک دی.
په دې نوې پروژه کې د ۱۵۲ کیلو مترو په اوږدولي د بغلان – بامیان سړک او همدارنګه د ۸۷ کیلومترو په اوږدوالي د سالنګ سړک او تونل بیا رغونې او جوړونه شامل دي.
په دې غونډه کې د ټولګټو وزیر محمود بلیغ هم ګډون کړی و او په خپلو خبرو کې وویل: د دې پروژې چمتو کولو په ډاګه کړه، چې زموږ وزارت نه یوازې د دې ډول مهمې پروژې طرح او ډیزاین تر سره کولی شي، بلکې په ښه توګه یې د پلي کولو وړتیا هم لري.
د هغه په وینا د پروژې د عملي پیل پر مهال به هڅه وکړي چې د سالنګ او بامیانو لویې لارې د کال په ټولو فصلونو کې د مسافرو پر مخ پرانېستې پاتې شي.
د مالیې وزارت وايي چې د بغلان – بامیان سړک پراختیا او ارتقا به د سالنګ د یوه بدیل په توګه ځای پیدا کړي، د اقلیمي او ودانیزو چارو پر مهال د سالنګ د لویې لارې بندېدو په صورت کې به د بامیان-بغلان له لارې کار واخیستل شي.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رييس رابرټ سام وویل، چي د افغانستان د سویلي او شمالي سیمو ترمنځ د یوې مانع په توګه د هندوکش د غرونو لړۍ پراخ جغرافیایي موقعیت لري، چې له همدې امله د کال په ټولو فصلونو کې په دې لارې کې باید سړکونه فعال وي.
هغه زیاته کړه:«موږ هیله لرو، چې دغه نوې پروژه د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي، څو له اقتصادي پلوه غښتلي شي، هم په ملي او هم په نړیواله کچه سوداګري او اقتصادي فعالیتونه زیات شي. له کلیو سره د ښارونو او ولایتونو نښلول د کاري فرصتونو او اقتصادي تحرک په برخو کې مهمه ونډه لري او همدارنګه د بې وزلۍ په کمولو کې د دولت د هڅو مهم عنصر ګڼل کېږي.»
ټاکل شوې دغه پروژه د راتلونکو اووه کلونو په ترڅ کې د ټولګټو وزارت په چوکاټ کې پلې شي.