مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکمت کرزی: د کندوز د نیولو په عملیاتو کې ۱۳۰۰ بهرنیو وسله والو ګډون کړی و

احمد فیصل
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي د کندوز د نیولو په عملیاتو کې ۱۳۰۰ بهرنیو وسله والو ګډون کړی و. نوموړي ویلي چې دغه بهرني وسله وال له پاکستان، تاجکستان، چین او یو شمېر نورو هېوادنو څخه افغانستان ته راغلي دي. حکمت کرزي زیاته کړې چې په افغانستان کې پر طالبانو سربېره د القاعدې، داعش، د ازبکستان د اسلامي تحریک او د ختیځ ترکمنستان د خوځښت وسله وال فعال دي؛ خو ټینګار یې کړی چې د دوی موخه افغانستان نه دی. ده ویلي دغه ترهګرې ډلې غواړي چې سیمه او نړۍ نا امنه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery