د کندهار افغاني توليداتو په دې وروستيو کي ښه پرمختګ کړی دی چي ځينو توکو يې ان نړيوال بازار هم پيدا کړی دی
په کندهار کي د ټول هيواد په کچه د افغاني توليداتو دري ورځنی نندارتون جوړ او نن پای ته ورسيد ، دا نندارتون چي د هيواد خپل توليدات نندارې ته پکښي وړاندي سوي وه ، موخه يي افغاني توليداتو ته وده وه .
په نندارتون کي د هيواد خوراکي ، پوښاک ، زراعتي ، فيشني ، بريښنايي او ډول ډول نور توليد سوي مواد ننداري ته وړاندي سول چي په زرګونو کسانو ليدنه ترې وکړه .
د نندارتون چاري د افغان ولسي ټولني له لوري سمباليدلې چي ولايت مقام ، د سوداګريزو خونو اداره ، د صنعتکارانو ټولني او يو شمير نورو ادارو يي ملاتړ او همکاري کول .
د نندارتون سمبال چاری حکمت الله افغان وايي ، چي په نندارتون کي د هيواد د مرکز تر څنګ د ولايتونو پنځه ويشتو لويو کمپنيو خپل توليدات ننداري ته وړاندي کړي وه چي ( ۷۰۰۰ ) کسانو ترې ننداره وکړل .
په نندارتون کي د افغاني توليداتو پلورنکي او پيريدونکي دا ډول نوښتونه خورا ګټور بولي او په دې برخه کي د موسساتو او دولت د همکارۍ پر جذب ټينګار کوي .
د کندهار ولايتي اداره ، افغان سوداګر او مدني فعالان خلک هڅوي چي د بهرنيو توليداتو پر ځای د خپل هيواد توليدات وکاروي او دلته پانګي اچوني ته زړه ښه کړي .
د کندهار افغاني توليداتو په دې وروستيو کي ښه پرمختګ کړی دی چي ځينو توکو يې ان نړيوال بازار هم پيدا کړی دی .