مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-21   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

افغانستان له قزاقستان سره د همکاریو دوه سندونه لاسلیک کړل

benawa afghanistan
لودين
قزاقستان ته د ولسمشر محمداشرف غني د سفر پر مهال دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاريو د ژمنو تر څنګ، طبیعي پېښو ته د رسېدنې او د فرهنګي همکاریو دوه سندونه لاسلیک کړل.
قزاقستان ته د ولسمشر محمداشرف غني د سفر پر مهال دواړو هېوادونو په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاريو د ژمنو تر څنګ، طبیعي پېښو ته د رسېدنې او د فرهنګي همکاریو دوه سندونه لاسلیک کړل. ولسمشر محمداشرف غني د يو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تېره پنجشنبې قزافستان ته سفر وکړ او تېره شپه بېرته هېواد ته راستون شو. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني ويلي چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د کلتوري همکاریو سند د دواړو هېوادونو د ښو مناسباتو بنسټ دی. دغه راز ولسمشر طبیعي پېښو ته د رسېدنې په برخه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ دغه تازه سند د طبیعي پېښو او افتونو د زیانونو د کچې په کمولو کې ګټور بللى او ويلي يې دي چې دا به د دواړو هېوادونو د همکاریو د عطف نقطه وي. غني ويلي:" نن افغانستان له قزاقستان او د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د همکاریو تعهد نوی کوي... شوروي اتحاد زموږ د ملتونو تر منځ واټن ایجاد کړی وو، خو نن د دغو دوو ملتونو مناسبات، چې د همېشنۍ همکارۍ فرهنګ لري ورځ تر بلې ښه کېږي." ولسمشر محمد اشرف غني ته د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف په پلازمېنه استانه کې د قزاقستان په جمهوري ریاست کې ښه راغلاست ووایه. غني د قزاقستان له ولسمشر څخه د ده د مېلمه پالنې ترڅنګ له افغانستان سره په تېرو څوارلسو کلونو کې د بیا رغاونې، فرهنګي او په بېړنیو حالاتو کې د بشردوستانه مرستو له امله مننه وکړه. د خبرپاڼې له مخې، د هېواد ولسمشر له نظربايوف سره د کتنې پر مهال ويلي چې افغانستان په سیمه کې خپل تګلوری پیداکړی ، د سیمې د هېوادونو د وصل په نقطه د بدلېدو په حال کې دى او له همدې امله باید سیمه افغانستان ته د امید د کړکۍ په توګه وګوري. همدارنګه دواړو ولسمشرانو د اورګاډي د کرښې د غځولو په برخه کې په همکاریو د توافق تر څنګ په دې هم بحث کړى، چې د دواړو هېوادونو حکومتونه به د غنمو د صادراتو او وارداتو لپاره یو حقوقي چوکاټ رامنځته کړي. دواړو ولسمشرانو د زعفرانو، وچې او تازه مېوې او مرمرو د صادراتو په اړه هم خبرې کړې دي . ولسمشر د صادراتو او وارداتو تر منځ د توازن رامنځته کول مهم بللي دي. غني د ترهګرۍ تهدید او نویو خطرونو ته په اشارې چې اسیا او ټوله نړۍ یې له ګواښ سره مخ کړې ويلي، سوله دوست او په ځانګړي ډول اسیاسي هېوادونه په لومړي ګام کې د ترهګرۍ اصلي قربانیان دي، نو د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګریزو ګروپونو پرضد باید جدي او ګډه مبارزه وشي. محمداشرف غني په پای کې د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایوف ته په یو مناسب فرصت کې افغانستان ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړه چې د قزاقستان جمهور رئیس د مننې په څرګندولو سره د هغه بلنه ومنله. دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، غني د قزاقستان په نظربایوف پوهنتون کې د دغه پوهنتون استادانو، محصلینو او په قزاقستان کې مېشتو یو شمېر ډيپلوماتانو او د مدني ټولو استازو ته د شته ننګونو او فرصتونو په هکله وینا هم کړې ده. هغه ويلي اسیا نږدې دوه زره کاله وړاندې د نړۍ د مفکورو، سوداګرۍ، تمدنونو او د خلکو تر منځ د راکړې ورکړې د وصل نقطه وه، چې افغانستان یې په مرکز کې قرار درلود، خو د ۱۹ مې پېړۍ پېښو منزوي کړ. د ده په وينا، د سیمې او په ځانګړي ډول د اسیایي هېوادونو د ګډې همکارۍ او ښو مناسباتو له امله د دې امکان شته، چې اسیا د تېر په څېر یو ځل بیا د تمدنونو، فرهنګونو، علومو، او سوداګرۍ د وصل په مرکز بدله شي. محمداشرف غني فرصتونو ته په اشارې ويلي چې د هېوادونو تر منځ ګډ درک او مشترک اقدامات په عمومي توګه اقتصادي وده چټکوي. همدارنګه غني په دې سفر کې د قزاقستان له لومړي وزیر کریم مسیموف سره په داسې حال کې کتلي چې د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو هم حضور درلود. ولسمشر غني په دې کتنه کې ويلي چې د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه دې په قزاقستان کې د یو افغاني بانک څانګه او یا داسې یو بنسټ جوړ شي، چې د افغان او قزاق تاجرانو لپاره د سوداګریزو موارداتو اسانتیاوې برابرې کړي. غني د قزاقستان لومړي وزیر ته د افغان سوداګرو لپاره د ترانزیټ د بیې د راټیټولو وړاندیز کړى . دغه سرچينه ليکي چې ، دواړو لوریو د ترانسپورټي ستونزو د حل او د غنمو د صادرولو په اړه هم خبرې کړي او ولسمشر غني له کرنیز او په ځانګړي ډول د غنمو له پلوه خودکفایي د افغانستان له لومړیتوبونو بللى دى. د قزاقستان لومړي وزیر ژمنه کړې چې هېواد به یې افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، تر څو افغان سوداګر وکولی شي د اوږدې مودې لپاره سوداګریزې ویزې او له یو ځل څخه د زیات تګ راتګ اجازه ولري. په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په پلازمېنه استانه کې له هغو افغان محصلینو سره کتلي چې په یاد هېواد کې په تحصیل بوخت دي. په دې کتنه کې غني همدارنګه د ډالرو د ارزښت د زیاتوالي له امله د محصلینو په تنخواګانو کې د راغلي تفاوت د اساسي څېړنې په موخه په قزاقستان کې د افغانستان سفیر ته لارښوونه کړې چې دغه ستونزه وڅېړي. همدارنګه غني مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تحصیلي بورسونو په برخه کې دې افغان ښځینه محصلینو ته هم د پام وړ ونډه ورکړل شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery