دخپریدو نیټه : 2015-11-21 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
د سوداګرۍ وزیر: د ژمي لپاره مو ۱۵۰ زره ټنه ګاز اخیستی
احمد فیصل
سرچینه : همیانۍ ورځپاڼه
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي چې په بازار کې د سون توکو پر بیو کنټرول لري او د سږ کال ژمي لپاره په بهر کې ۱۵۰ زره ټنه اوبلن ګاز اخیستل شوی دی.
ولسي جرګې پرون د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د نفتي توکو د بیو د لوړېدو او د افغانستان بانک مشر خلیل الله صدیق د افغانۍ د ټیټېدو په اړه استجوابیه غونډې ته وربللي وو.
د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا د جرګې په استجوابیه غونډه کې دوه هغه لاملونه په ډاګه کړل چې د سون توکو بیې یې لوړې کړې دي.
هغه زیاته کړه، ترکمنستان چې افغانستان ته د سون توکو لوی صادروونکی هېواد دی، په دې وروستیو کې یې د نفتو په فابریکو کې د چاڼ کونې کار پیل شوی دی او دغه کار سبب شو چې افغانستان ته لږ سون توکي وارد شي.
د هغه په وینا د ترکمنستان سون توکي افغانستان ته په ټیټه بیه تمامېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ لاره هم لنډه ده.
نوموړي د سون توکو د بیو د لوړوالي بل لامل د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ټیتوالی وباله.
ده وویل، که د تېرې کال د همدې مودې په پرتله د سږ کال بیې چې ډالر د ۵۸ افغانۍ په شاوخوا کې وو او د یو کیلو ګازو بیه تر شپېتو لوړه وه؛ سږ کال بیې ټیټې دي.
د سوداګرۍ وزیر وايي چې سږ کال د بیو په لوړېدو سره لاس په کار شول او په بازار کې یې د مداخلې له لارې وکولای شول چې نرخونه کنټرول کړي.
هغه وویل چې د سوداګرۍ وزارت په وروستیو کې د څلوېښت بابه ثابتو او لس بابه ګرځنده مغازو له لارې په ارزانه بیه اوبلن ګاز بازار ته عرضه کړ.
رسا وايي چې اوس مهال په بازار کې د یو کیلو اوبلنو ګازو بیه د ۵۵ افغانیو او تر دې کښته کچه کې قرار لري او هڅه کوو چې بیې تر دې هم ښکته کړو.
نوموړي د وکیلانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې حکومت ولې په بازار کې مداخله نه کوي، وویل چې د حکومت مداخله سل په سلو کې نه ده، خو په دې اړه بحثونه روان دي او ولسمشر په ځینو طرحو کار کوي.
د سوداګرۍ وزیر وویل که حکومت پرېکړه وکړي چې د سون توکو واردات په خپل انحصار کې واخلي، نو اړتیا ده چې د مالیې وزارت ورته پیسې ورکړي څو دوی د افغانستان د اړتیا وړ توکي وپلوري.
خو همایون رسا وايي چې د دې ستونزې د حل لپاره یې پر ځینو لارو چارو غور کړی دی.
هغه په دې برخه کې ستونزو ته په اشارې سره وویل چې ټرانسپورټ د سون توکو بیې لوړې کړې دي او د دې ستونزې د حل لپاره په پام کې ده چې له ترکمنستان څخه د افغانستان تر اقینې او تورغنډۍ بندرونو پورې د ګاز نللیکه وغځول شي.
د سوداګرۍ وزیر وویل چې ترکمنستان ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال دغه هېواد ژمنه کړې چې تر اقینې او تورغونډۍ پورې به پایپ لاین غځول کېږي او هلته به ترمینلونه جوړېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې په دې اړه د کابینې په غونډه کې خبرې شوې دي او د مالیې وزارت ژمنه کړې چې په اقینه بندر کې د نفتي زېرمو د جوړولو لپاره به بودجه ځانګړې کړي.
دی وايي چې د نفتي زېرمو په جوړېدو سره به د ټرانسپورټ ستونزه حل شي او د ګازو او تېلو په بیو کې د پام وړ کموالی راشي.
هغه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې افغان سوداګرو د سږ کال ژمي لپاره د اړتیا وړ کافي ګاز اخیستی او بیې به تر دې لوړې نه شي.
د سوداګرۍ وزیر وايي چې سږ کال د افغانستان د ګازو ټوله اړتیا ۱۰۰ زره ټنه ده، خو تر دې ډېر یعنې ۱۵۰ زره ټنه اخیستل شوي دي.
د هغه په وینا له ترکمنستان، روسیې او ایران سره د ګازو د پېرلو په برخه کې قراردادونه شوي دي.
نوموړي هېوادوالو ته ډاډ ورکړ چې حکومت پر بازار کنټرول لري او د سون توکو بیې به تر دې هم ټیټه شي.