دخپریدو نیټه : 2015-11-29 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
په اېټالیا کې یو افغان له ترهګرو سره د اړیکو په تور نیول شوی
احمد فیصل
یو افغان له ترهګرو سره د اړیکو په تور په اېټالیا کې نیول شوی دی. اېټالوي رسنیو ویلي د دغه ځوان چې د فرانسې پولې ته څېرمه نیول شوی په تلفون کې د سر پرې کولو ویډیو ګانې ساتلې. نیول شوي افغان ځوان ویلي چې ۱۰ کاله یې په لندن کې ژوند کړی او اوس د پنا اخیستو لپاره اېټالیا ته تللی دی.