مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-11-29   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

"د پښتونخوا سياسي مشران د ولسمشر غني د پخلا کېدو لپاره راغلي"

benawa afghanistan
نسيم کندهاری
د افغانستان د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نوازشريف هڅه کوله چې د روانې اونۍ په اوږدو کې په فرانسه کې د يوې نړيوالې غونډې پر مهال له ولسمشر غني سره وګوري.
د پاکستان لومړی وزير نوازشريف غواړي له ولسمشر اشرف غني سره وګوري خو د غني له خوا په دې اړه د رد له ځواب وروسته يې د پښتونخوا سياسي مشران رالېږلي چې د افغانستان ولسمشر له هغه سره ليدنې ته پخلا کړي. د يادونې ده، څو مياشتې مخکې په افغانستان کې د خونړيو ځانمرګو بريدونو، نورو امنيتي پېښو او له طالبانو سره نېغ په نېغه د سولې د خبرو تر درېدو وروسته د کابل او اسلام اباد اړيکې خرابې شوې دي. د دغو اړيکو د خرابوالي له امله دواړو هېوادونو ته د يو شمېر لوړو پوړو چارواکو سفرونه هم ځنډېدلي دي. ټاکل شوې چې راتلونکې ميلادي مياشت (ډسمبر) کې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د استانبول د پروسې د اسيا زړه کنفرانس هم جوړ شي او که افغانستان په دغه کانفرانس کې ګډون ونه کړي، نو د پاکستان د بدنامۍ لامل کېږي. ټاکل شوې چې دغه کنفرانس راتلونکې اونۍ په اسلام اباد کې جوړ شي، پاکستان په دې غونډه کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې ته هم د ګډون بلنه ورکړې ده. د افغانستان د ملي يووالي حکومت ته يوې نږدې سرچينې د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نوازشريف هڅه کوله چې د روانې اونۍ په اوږدو کې په فرانسه کې د يوې نړيوالې غونډې پر مهال له ولسمشر غني سره وګوري. د ملګرو ملتونو له خوا (په نړۍ کې د هوا د بدلون) تر نامه لاندې دغه کنفرانس د ليندۍ په ٩مه د فرانسې په پاريس ښار کې پيلېږي چې څو ورځې به دوام وکړي. ټاکل شوې چې په غونډه کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشرانو ګډون وکړي. ياده سرچينه وايي چې ولسمشر غني له نوازشريف سره د يادې غونډې په څنډه کې له ګډون څخه انکار کړى دى. د سرچينې د معلوماتو له مخې، نواز شريف بيا د انګلستان له لومړي وزير ډيوېډ کمېرون څخه غوښتي چې ولسمشر غني له ده سره ليدنې ته اماده کړي، خو ولسمشر غني د کمېرون غوښتنه هم نه ده منلې. د حکومت ياده سرچينه وايي چې اوس نوازشريف د اشرف غني د پخلا کولو په موخه د کوزې پښتونخوا سياسي مشران کابل ته رالېږلي دي.‌ دغه مشران چې په کې اسفنديار ولي خان، محمود خان اڅکزى، افتاب احمد خان شېرپاو، افراسياب خټک او ځيني نور شامل دي، د تېرې پنجشنبې په ورځ مازديګر کابل ته را رسېدلي دي. دوى تر اوسه له ولسمشر اشرف غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو چارواکو سره يې ليدلي او نن يې د افضل خان لالا په وياړ جوړه شوې غونډې کې ګډون کړى دى. کابل ته تر راتګ مخکې يادو مشرانو په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف سره هم ليدلي دي. د يادې حکومتي سرچينې د معلوماتو له مخې، راغلو پښتنو مشرانو له ولسمشر غني څخه غوښتي چې له نوازشريف وګوري او اشرف غني ورسره منلې ده. خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې ولسمشر او نوازشريف به کله او چېرته ګوري، خو ډېر امکان شته چې دواړه د پاريس د غونډې په څنډه کې سره ګوري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery