په ارزګان کي چارواکي خبر ورکوي ، چي تيره شپه وسله والو طالبانو په خاص ارزګان ولسوالۍ کي د ښوونځي د يوه ښوونکي په ګډون درې تنه وژلي دي . پيښه د دې ولسوالۍ په شيخي سيمه کي رامنځ ته سوې ده . د ولسوالۍ ولسوال محمدکريم کريمي وايي ، چي وسله وال طالبان تيره شپه د ښوونځي د يوه ښوونکي محمد صديق توکلي کور ته ورغلي دي ، خپله توکلي ، د هغه زوی او د هغه د کور مخي ته يو بل ملکي وګړی يي وژلي او بريدکوونکي په تيښته بريالي سوي دي . ولسوال وايي چي د پيښي په اړه جدي پلټني رواني دي
بلخو ا بیا د کلي خلګ ادعا کوی چي دغه درې واړه کسان د د ولسوال کریمي لخوا د خپل شخصي غچ اخستلو په ترڅ کي وژلي دي او سبا ته به د مړو جنازې ترینکوټ ته د اعتراض په شکل د سلګونو خلکو سر ه ورسوي .
طالبانو او یا هم کومي ډلي د پيښي مسووليت تر اوسه په غاړه نه دی اخستی .