د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري فرانسې، ایټالیا، المان او سویډن هېوادونو ته په رسمي سفر لاړ.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري فرانسې، ایټالیا، المان او سویډن هېوادونو ته په رسمي سفر لاړ.
جمهور رئیس د دغه شپږ ورځني سفر په جریان کې لومړی فرانسې ته ځي او هلته به د اقلیم د بدلون په سیمینار کې د وینا تر څنګ د فرانسې له جمهور رئیس سره هم وویني.
جمهور رئیس به د دوشنبې په ورځ ایټالیا ته لاړ شي او د هغه هېواد له جمهور رئیس ، لومړي وزیر او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو سره به د افغانستان او ایټالیا د اړیکو د پراختیا په هکله خبرې وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د سه شنبې په ورځ المان ته ځي او هلته د هغه هېواد له جمهور رئیس او لومړي وزیر سره پر کتنو سربېره به په کوبر بنسټ کې وینا وکړي او د افغانستان او المان د سیاسي اړیکو د سلمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې به هم ګډون وکړي.
جمهور رئیس غني د پنجشنبې په ماښام د رسمي کتنې په موخه له المان څخه د سویډن پلازمېنې ستکهلم ته ځي.
محمداشرف غني به د جمعې په ورځ د سویډن هېواد له شهزداګۍ ویکتوریا، لومړي وزیر، بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره هم جلا کتنې ولري او د هغه هېواد د تکنالوژي سلطنتي انسټیټیویټ کې به هم وینا وکړي.
همدارنګه سویډن ته د جمهور رئیس غني د سفر په جریان کې به د جمهور رئیس غني او د سویډن د لومړي وزیر په حضور کې د افغانستان او سویډن تر منځ د انکشافي همکاریو موافقتنامې لاسلیک شي.
د افغانستان جمهور رئیس سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کار او ټولنیزو چارو وزیره ډاکټر نسرین اوریاخېل او د جمهور رئیس سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي ملتیا کوي.