مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

قطر په افغانستان کې طالبانو ته پیسې او نورې مرستې ورکوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
سرنوشت ورځپاڼې داسې معلومات او انځورونو ته لاسرسی موندلی چې قطري اتباع د هېواد په یو شمېر سیمو کې له طالبانو سره مخامخ مرستې کوي او له هغوی سره یې په دې اړه هم خبرې کړې چې په راتلونکي کې کومو توکو ته اړتیا لري. د تر لاسه شویو اسنادو له مخې قطریانو دوه اونۍ وړاندې د کندوز دشت ارچي، د بدخشان جرم او د ننګرهار یو شمېر سیمو ته سفرونه کړي او له ځان سره یې ډرون کمره هم لرله او د ګڼو سیمو انځورونه یې پرې اخیستي دي. سرنوشت ته د رسیدلو معلوماتو له مخې دغه کسان د قطري سرې میاشتې په استازیتوب افغانستان ته د مرستو لپاره راغلي وو؛ خو مرستې یې په هغه سیمو کې طالبانو ته ورکولې، چې په بشپړ ډول د طالبانو تر ولکه لاندې دي. په دغه مرستو کې د اوس لپاره لومړني خوراکي توکي، ډول ډول جامې او یو لړ نور توکي شامل وو؛ خو له طالبانو سره د پټو کتنو جزیات یې نه دي تر لاسه شوي. دغه کسان چې د قطري سرې میاشتې په نوم یې مرستې ویشلي درې کسان وو چې دوه تنو یې په عربي او دریو واړو بیا په انګلیسي خبرې کولې. دوی د 2015-11-15 او 2015-11-20 تر منځ د بدخشان د جرم ولسوالۍ د قریه دشت سیمې ته تللي وو، چې هلته یې د طالبانو له سیمه ییزو قوماندانانو سره ځانګړې او پټه ناسته لرله. قریه دشت داسې سیمه ده چې ورغلې لارې او په خپله همدا سیمه په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دي او د ملکي وګړو سفر هم ورته ګران دی؛ خو قطري اتباعو په ډاډه زړه د موټر له لارې دغه سیمې ته سفر کړی. سرنوشت داسې انځورونه تر لاسه کړي، چې د لسګونه وسله والو په منځ کې دغه اتباع ولاړ دي او د خبرو اترو تر څنګ یې ډرون کمره هم الوزولې ده. د باوري سرچینو د معلوماتو له مخې دوی د قریه دشت په سیمه کې د طالبانو له یوه سیمه ییز قوماندان سره هم څو ساعته ځانګړې ناسته کړې او عربي خبرې یې د هغه طالب په مرسته دري ته ژباړل کېدې چې د طالبانو په لیکو کې موجود و. د سرچینې د معلوماتو له مخې دغه اتباعو له طالبانو د هغوی راتلونکې غوښتې اخیستې او له ځان سره یاداشت کړې دي. د جرم ولسوالۍ قریه دشت ته د قطریانو تر سفر ورسته د ولسوالۍ نورو خلکو د ولسوالۍ مخې ته لاریون هم وکړ او ولسوال ته یې وویل، که مرستې مستحقو خلکو ته راغلي وي، نو دوی تر ټول بدخشان زیات زیانمن شوي؛ خو تاسو مرستې طالبانو ته لیږلې چې بیا ورسته ولسوال دغه مسئله پټه وساتله. یوې دولتي سرچینې هم سرنوشت ته ومنله، چې قطریانو په بدخشان کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته سفر کړی او دا مسئله د بدخشان د سرې میاشتې له رییس سره په همغږۍ شوې خو نور دولتي بنسټونه ندي پرې خبر شوي. له 2015-11-15 نېټې څخه وړاندې همدې قطري اتباعو د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ته هم سفر کړی و او هلته یې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې یو روغتون پرانیستی و، چې د قطري سرې میاشتې په مرسته جوړ شوی و؛ خو په همدې نوم یې له طالبانو سره ځانګړې ناستې هم کړې دي. د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې دوی په کندوز کې خپلې ټولې کتنې په ویډیو بڼه له ځان سره ثبتولې. په ورته وخت کې هغه خبر هم پر رسنیو خپور شوی، چې د اییرګروپ هوايي شرکت یوې الوتکې د هرات په هوايي ډګر کې د افغانانو له خبرتیا پرته ناسته کړې او د لسو لنډکروزو په ګډون یې یو شمېر نور توکي هم هرات ته لیږدولي وو. د دغه خبر له مخې د افغانستان امنیتي بنسټونو په دې تړاو شپږ کسان هم نیولي، چې هغوی په لومړنیو څیړنو کې ویلي، دا توکي یې ځکه تر لاسه کړي، چې د قطر یو وزیر هرات ته په سفر را روان دی. سیاسي شنونکي وايي، په قطر کې د طالبانو دفتر ښايي دا ټولې چارې همغږې کړې وي او په بېلا بېلو نومونو خپل ملګري په افغانستان کې تمویل کړي. د بدخشان د جرم یو اوسیدونکي کریم الله سرنوشت ته وویل، که قطریان ریښتیا هم د سرې میاشتې تر چوکاټ لاندې مرستو ته راغلي وو، نو بیا یې ډرون او د لوړې کوالټۍ د ثبت کمرې له ځان سره د څه لپاره راوړې وې؟ دی وايي که هغوی له زل زله ځپلو سره مرستې ته راغلي وو؛ خو وړاندې له دې چې قریه دشت ته ولاړ شي په لاره کې نور ډیرې ځپل شوې سیمې وې؛ خو هغه یې پرېښودې او د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ته ورغلل. له طالبانو سره د څو ساعته پټو ناستو معامله بل هغه پوښتنه ده چې خلک راغلي کسان د مرستیندویانو په جامه کې د قطر استخباراتي مامورین بولي. په دې اړه مو د افغانستان د ملي امنیت د نظر اخیستلو هڅه هم وکړه؛ خو بریالي نه شوو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery