مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-01   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ناټو په ۲۰۱۶ کال کې ۱۲ زره پوځیان په افغانستان کې پرېږدي

احمد فیصل
د ناټو سرمنشي وايي د دغه سازمان غړي به په ۲۰۱۶ کال کې هم په افغانستان کې ۱۲ زره پوځیان پرېږدي. ټاکل شوې وه چې د ناټو دا شمېر پوځیان د سږ کال تر پایه نیمايي ته رالږ شوي وای او د راتلونکي کال تر پایه پاتې نیمايي هم په تدریجي ډول وتلي وای خو د وسله والو طالبانو له لوري د بریدونو شدت، په تېره بیا د طالبانو له لوري د لنډې مودې لپاره د کندوز ښار نیول سبب شول چې امریکا او د ناټو غړي خپله پرېکړه بدله کړي. د ناټو سر منشي د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته ویل :«د ناټو متحدانو او د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې شاملو غړو موافقه وکړه چې د غوڅ ملاتړ ماموریت حضور ته دوام ورکوي.» ستولتن برګ وویل، ناټو ماموریت هغه وخت بشپړېږي چې د افغانستان حکومت دومره قوت ومومي چې د خپل هېواد امنیت په خپله ساتلی شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery