جمهور رئیس وویل، تهدیدونه په سیمه کې ټولو ته متوجه دي، خو هغه فرصتونه چې زموږ ټولو لپاره شتون لري، باید هېر نه کړو.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ له غرمې مخکې د ایټالیا له جمهوررئیس ښاغلي سرجیو ماتارلا سره وکتل.
په دې کتنه کې، جمهوررئیس غني په ایساف کې د ایټالیا د مرستو او رول او په ځانګړي ډول په هرات کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مننه وکړه او وې ویل، افغانستان په پام کې لري، چې د ائتلاف ځواکونو ټولې نظامي قرارګاوې د هرات په ګډون چې مسوولیت یې د ایټالیا په غاړه دی په سیمه ییزو اقتصادي زونونو بدلې کړي.
جمهور رئیس وویل، تهدیدونه په سیمه کې ټولو ته متوجه دي، خو هغه فرصتونه چې زموږ ټولو لپاره شتون لري، باید هېر نه کړو.
د ایټالیا جمهور رئیس وویل، خوښ یم چې د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې له افغانستان سره مرسته کوو او زموږ د مرستو د تداوم دلیل په بېلابېلو برخو لکه د بشراو ښځو حقونو او د قانون واکمني په برخه کې د پام وړ پرمختګونه دي.