مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-02   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

په کندهار کي فوټبال لوبي د مسلکيتوب لور ته ګامونه اخستي دي .

نسيم کندهاری
په کندهار کي د بدني روزني مسوولين خبر ورکوي ، چي دلته دا لوبه د مسلکيتوب په لور روانه ده او وروستي پرمختګونو يې نوي هيلي پيدا کړي دي . د لوبي د مسلکيتوب دپاره د کابل مرکزې فدارسيون د کندهار په کچه تر څلويښت زيات روزنکي ورورزل او نن يي د ښووني وروستۍ ورځ وه . په دې اړه نن ( چهارشنبه ) د بدني روزني په امريت کي مراسم جوړ سوي وه . په تازه روزل سويو کسانو کي د کندهار ښار تر څنګ د څلورو نژدې ولسواليو د فوټبال لوبډلو لوبغاړي هم شامل دي او دا روزل سوي ښوونکي به له دې وروسته تنکي ځوانان روزي څو فوټبال لوبه په مسلکي ډول زده کړي . د روزنکي ډلې د لارښودونکو مشر خبريالانو ته وويل چي دا لړۍ ته د ټول هيواد په کچه دوام ورکوي . د دې سره تر څنګ د ميوند ا تلانو د نولسو کلنو لوبغاړو د دريم مقام په وياړ هم غونډه جوړه سوي وه ، د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي ، د بدني روزني امر مقتدا اغا ، د فوټبال فدارسيون مشر نصيراحمد او د همدې لوبډلې مربي عبدالسميع غيرتمل د دې لوبډلي ستاينه وکړه او خوښي يي وښوده چي کندهار ته يي دا وياړ ور بخښلی دی . د ميوند اتلانو د نولس کلنو لوبغاړو لوبډلي د روشن په ليګ برتر سياليو کي ګډون کړی وو او د ټول هيواد په کچه يي دريم مقام خپل کړی دی ، دا سيالۍ په پلازمېنه کابل کي په لاره اچول سوي وې . په کندهار کي فوټبال خورا نامي نوم درلودی ، خو په دې وروستيو کي دا لوبه شا ته تللې ده چي تر سره کوونکي يي لامل د ميدانونو او روزونکو نه شتون بلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery