مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2015-12-03   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

شمسي : تش په نوم پروژي د زغملو نه دي .

نسیم کندهاری
د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي وايي ، چي په عدلي او قضايي چارو کي بايد مرستندويه موسسې خپل فعاليتونه تر کاغذ پوري محدود نه کړي، بلکي ولايتي اداره له دوی څخه عملي کار غواړي. نوموړي نن يه غونډه کي ټينګار وکړ چي د عدلي او قضايي ادارو مسوولين دي د مرستندويه ادارو کاري راپور له ولايت مقام سره شريک کړي تر څو ولايتي اداره وپوهيږي چي کومه مرستندویه اداره عملي کار کوي او کومه اداره يوازي د خپلي پروژې د تطبيق لپاره لاس په کار ده. د کندهار مطبوعاتي دقتر وايي شسمي وويل ، چي د هغو موسساتو فعاليت د زغملو نه دی چي تش په نوم پروژې عملي کوي او ګټه يې خلکو ته نه رسيږي او تر دې وروسته به هره موسسه څارل کيږي چي د فعاليت ګټه يې خلکو ته رسيږي، کنه. د ولايت مقام مرستيال داراز ويلي چي عدلي او قضايي ادارې دي د مرستندويه موسسو په مرسته د عامه پوهاوي په برخه کي کار وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery