دخپریدو نیټه : 2015-12-04 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
ډېوېډ سیډني: پاکستان اوس هم له طالبانو سره مالي او لوجستیکي مرسته کوي
احمد فیصل
د امریکا د دفاع وزارت یو پخوانی مرستیال وايي پاکستان اوس هم له طالبانو سره مالي او لوجستیکي مرسته کوي. ډېوېډ سیډني چې له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳ زېږدیز کال پورې د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا په برخه کې د پنټاګون مرستیال و، د امریکا د سنا په یوه غونډه کې ویلي:« په کابل او خوست کې وروستیو بریدونو ټولې داسې نښې درلودې چې حقاني شبکې به کړې وي. حقاني شبکه د طالبانو یوه ډله ده چې په پاکستان کې مېشته ده او د دغه هېواد له استخباراتي ادارې سره اوږدمهالې اړیکې لري.» ده ویلي د طالبانو له لوري په لویه کچه په افغانستان کې د جګړو پر مهال د وسلو او مهماتو کارونه ښيي چې دوی مالي او لوجیستيکي ملاتړ لري او نظامي وسایل په پاکستان کې له خپلو ډيپوګانو څخه د افغانستان هرې سیمې ته چې وغواړي لېږدولی شي. د هغه په وینا د یو شمېر هغو افغان کورنیو ځوانان چې په وروستیو لسیزو کې یې ډیورېنډ کرښې پورې غاړې ته کډوال شوي او همالته را لوی شوي د لومړي ځل لپاره خپل هېواد « افغانستان» ته د جګړې لپاره سفر کوي.